نبیل: امریکا دې افغان سوله د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره نه کاروي

افغان ټریبیون ـ خبرخونه

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ریس رحمت الله نبیل د امریکا او طالبانو د سولې د تړون هڅو ته محتاطانه غبرګون ښودلی.
هغه په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې یاد شوی تړون سره له دې چې د اوږدې جګړې د پای ته رسیدو پیلامه کیدای شي، خو ګڼو وضاحتونو ته اړتیا لري.

د تضمین او وضاحتونو غوښتنه

د افغان ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې د سولې روانو هڅو کې باید له ټولو ښکېلو خواوو تضمینونه واخیستل شي.
هغه د افغانانو له اړخه حکومت، سیاستوال او طالبان، ګاونډي هېوادونه او نړیوال متحدین ټول د سولې د توافقاتو په تضمینولو مکلفوي.
د نبیل په وینا امریکا باید له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ویستو پریکړه له راتلونکو شرایطو سره وتړي او داسې ونه شي، چې په دې اړه ښودلی ۱۴ میاشینی مهلت یې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین یوه برخه وي.
نبیل زیاتوي:

 

له امریکا غواړم، چې افغان سولې ته د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو د یوې برخې په توګه ونه ګوري؛ مسولانه چلند دې ورسره وکړي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون د لاسلیک مراسم

رحمت الله نبیل دغه راز له امریکا متحده ایالاتو غواړي، چې د سولې د روانو هڅو په اړه د افغانانو ټولې اندیښنې واوري او وضاحتونه یې په اړه ورکړي.
نوموړی د امریکا د یو شمېر لوړپوړو چارواکو دې خبرو ته په اشارې سره، چې د تړون له ځینو پټو برخو د دوی د ناخبرۍ یادونه کړې؛ اندیښنه ښودلې او ویلي:

دا تړون باید روښانه او له پټو ټکیو خوندي وي.

نبیل ټینګار کوي، چې روانې هڅې باید د واقعي سولې لپاره وي، نه دا چې د کومې لنډ مهاله معاملې هدف پکې نغښتی وي.
ښاغلی نبیل همدا شان د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کیدو احتمال ته په اشارې وایي، چې د خوشې کیدونکو بندیانو د نه جنګیدو او د جګړې د ماشین د ودریدو په اړه باید تضمینمونه موجود وي.

د پاکستان هېرشوی نقش

د افغان ملي امنیت پخوانی ریس همدا شان د امریکا او وسله والو طالبانو د سولې په تړون کې د ترهګرۍ د ځالې پر تعریف بیا کتنه غواړي.
هغه وایي:

د ترهګرۍ ځاله پاکستان وه، افغانستان پخوا هم نه و، په تړون کې باید واقعیتونه تحریف نه شي.

پاکستان تل د طالبانو په پراخ ملاتړ تورن شوی

د نبیل په وینا د افغانستان خاوره پخوا پاکستان هم د امریکا او متحدینو او هم یې خپله د افغانانو خلاف کاروله او په دې اړه تضمین باید پاکستان ورکړي.

د سیاسي اجماع تعریف

رحمت الله نبیل پر افغان حکومت نیوکه لري، چې د سولې لپاره یې سیاسي او ملي اجماع سمه نه ده تعریف کړې.
د ده په وینا په ارګ کې د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې په اړه نننۍ غونډه کمزورې وه او د افغان سیاسي اجماع سم استازیتوب یې نه کاوه.
نبیل زیاتوي:

 

د ناخوالو د شریکانو را ټولول سیاسي اجماع نه ده، سیاسي او ملي اجماع د ارزښتونو واقع بینانه تعریف دی.

د یادونې وړ ده، چې نن په ارګ کې د ناټو د سرمنشي او د امریکا د دفاع وزیر په ګډون د افغانستان ـ امریکا د ګډې اعلامیې د اعلان غونډه کې یو شمېر سیاستوالو ګډون کړی و، خو د ډېرو نورو ځای تش ښکاریده.

د ارګ د نننۍ غونډې یوه څنډه
په دغه غونډه کې ولسمشر غني، اجرایه ریس عبدالله عبدالله، د مشرانو او ولسي جرګې ریسانو، محمد یونس قانوني، عطامحمد نور، اسماعیل خان او ځینو نورو سیاسي څېرو ګډون درلود.

دا هم ولولئ

ایران ولسمشر: امریکا دې افغان سوله کې لاسوهنه نه کوي

میرویس همت _ افغان تړیبیون د ایران نوی ولسمشر ابراهیم رییسي وايي تهران په افغانستان …